د افغانستان دبحران د ختمولو له پاره د ملانو او سیاسیونو ګډ فرهنګي انقلاب ته ضرورت دی
لیکونکۍ : دکتور طاوس وردک لیکونکۍ : دکتور طاوس وردک

 
په افغانستان کې زموږ خلک اکثریت د ملانو - طالبانو - او سیاست مدارانو د تبلیغ او پروپاګندو تر مستقیم تاثیر لاندې ژوند کوې ، دافغانستان دشمنانو په طول د تاریخ کې د خپلو اهدافو د پوره کولو په خاطر یو تعداد  ( روحانیون - ملان - پیران - میران - خلیفه ګان او سیاسیون او دقوم مشران ) د یو مقدار نقدی او جنسی تحایفواو رشوت په ورکولو سره مجبور کړې ، دځان تابع کړي او تهدید کړي دي او ددوی له طریقه ېې خپل رذیلانه او فتنه ګرانه اهداف په افغانستان کې تر لاسه کړي دی.
  زما دخبرو دثبوت له پاره دووتاریخی مثالو ته په دغو مضمون کې اشاره کوم :
 اول : (( انګریزانو د امان الله خان نه د غچ اخیستو په خاطر په افغانستان کې لومړۍ زمینه د اغتشاش د حبیب ا لله خان کلکانی په وجود کې برابره او خلک ېې د کلي نه یعنی د پروان دولایت د کوهدامن څخه مخصوصا د کلکانو د منطقی نه  را پورته کړل او ور سره جوخت ېې په هزاره جات کې کوسوار هزاره او په جنوبی کې ( ګوډ ملا د ځدرانو له منطقی) نه تحریک کړو او د حضرت صاحب ورور هم په خوست کې ورسره مل شو چې دلته د ( پیر صاحب مقتدا نقش ډیر لوړ وو )او د امان الله خان د پادشاهی شیرازه ېې ولړزوله په سر ددې چې د وردګو په ( دشت ټوپ ) کې د سقاو او وردګو قومو تر منځ چې د امان الله خان څخه ېې حمایت کولو ، سقاوی قوواوی تار او مار شوې او سقاو د شکست سره مخامخ شوو خو بیا سقاو د شمالی نه ډیر دوستان او ملګري منسجم او یو لوی لشکر ېې تر تیب او په وردګو ېې حمله وکړه ، امان الله خان دوردګو مخورو لکه ( عبدالحد خان - کریم خان او وزیر غلامحمد خان ) ته وویل چې نور زما په خاطر مقاومت مه کوۍ او زه نه غواړم نور د وردګو او نورو قومونو وینه زما د پادشاهی په خاطر توېې شي))  .
 دوردګو خلکو د جنګ میدان پریښوو او اکثریت د لوګر په طرف وکوچیدل او محاجر شول ، بیا انګریزانو خپله اصلی مهره شاغلۍ محمد نادر شاه د خپلو وروڼو او ترو زامن سره ( سردار محمد هاشم خان - شاه محمود خان  شاولی خان - نعیم خان ) چې د پکتیا قومی مشران لکه ( سپاه سالار زلمی منګل - سنک منګل - سربلند ځاځۍ - میر غوث الدین خان د دکتور نجیب ا لله نیکه او پیر صاحب مقتدا ورسره وو د ( ټل ) له لاری پکتیا ته را ننوتل او مرحله په مرحله ېې د افغانستان ولایتونه نادر شاه ته بیعت کړل او نادر شاه ېې د پیسو - رتبو - مقامو - امتیاز ورکولو- مځکوویشلو - دعسکرۍ نه معافولو ، په ګډون په کابل کې پادشاه کړو او خپل وار ېې د امان الله خان نه واخیستو یعنی د( ملانواو سیاسیونو ) نه ګټه اخیستنه وه چې یو نظام ېې ور باندې ړنګ کړو( دیوایدید اند رول ) ګویا تقسیم کړه تفرقه واچوه او حکومت وکړه .
دوهم ځلې : کله چې د ثور د اومی انقلاب په اومه دثوربریالۍ شوو نو بیرته انګریزانو پاکستانی( آی اس آی ) اود پاکستان دولتی مشرانو ته وویل چې فورا د افغانستان اسلامی رهبران پیشاور ته را وبولۍ او دلته دوی ته  لکس کورونه - ښه موټران - ډیرې نقده پیسې او نور هر رازامتیازات ورکړۍ مخصوصا(حکمتیاراومسعود ) ته چې اولین دوه انجینران ضیاوالحق ته را غلل او هر یوه ته ېې  یوه یوه تفنګچه دستی تحفه ورکړه  او د ثور انقلاب په ضد ېې په افغانستان کې په وژلو - ترورولو - غلاوو - تخریباتو - تهدیدولو پیل وکړو او بیا نور ۱۴ ګونه اسلامی احزاب پاکستان ته د (پنجابیانو - انګریزانو - امریکایانو - داکتر یوسف - صمد حامد - ظاهر شاه روان فرهادی - ستار سیرت -) سیاسیونو له خوانه په ګډه یوه جبحه جوړه شوه او په مجموع کې بعضي د جبحي د ننه بعضې د جبحی نه بیرون وظایف په غاړه وا خیستل او د ثور انقلاب په را نسکورولو ېې پراخه سازمان دهی شوۍ پلان عملی کړو ، دلته ډیر لوی نقش ( ډالرو - پونډو- آی اس آی - سي آی ای - ) او د افغانستان روحانیونو ، ملانو عملی کړو خلکو ته ېې په کلیو او بانډو کې تبلیغ وکړو چې افغانستان د شوروی لخوانه اشغال شوۍ - اسلام ته لوی خطر دی - کمونستان خور او مور نه لري وغیره ،یعنی د ثور انقلاب د خفه کولو له پاره ېې د ( دین ، مذهب او پطراو ډالرو ) نه ډیره پراخه استفاده وکړه ،دافغانستان خلک ېې د   ( پیسو د ویشلواو دینی اسلامستانود تبلیغ په ذریعه ) په داسې مرض اخته کړل چې زیادتره ېې مړه شول او مړي ېې لیوانو او کرګسانو وخوړل او ډیر زیات نور معیوبان او زامن ېې یتیمان او ښځې ېې ګونډې شوې، حتی د اکثریت په ټنډو ېې شنی ټوټې چې د ( بسم ا لله الرحمن الرحیم ) کلمه ورباندې نوشته وه  ټړلې او جنګ ته ېې سترګې د حضرتانو او پیرانو په رانجو ور تورې کړې وو  د قربانی له پاره ېې جنګ ته ولیږل او یو ېې بیرته ژوندۍ را نه غۍ او تاسې پوهیژۍ چې  توپک ،مرمی او د ټوب او طیارو بمونه هیڅ شي نه پیژني ، هر څه چې هر څوک  په ځانو هم وتړي وسله ېې له منخه وړي خو دا یو خاص تبلیغاتی خاینانه کمپاین وو چې انګریزانو د افغانان د وژلو په خاطر دین او مذهب توصیه کړۍ وو. 
قدر منو هیواد والو ( ملانو - طالبانو - سیاسیونو ) تاسې د پور ته شیانو نه په استفادې سره  په خپلو سترګو ولیدل چې څومره بیچاره - بیسیواده ، تنکي زلمیان د تاسې ، د پاکستان ، غرب په راس کې ېې د امریکا د توطیو قربان شول او تاسې هر څه عملی کړل او نن هم وینۍ چې کوم شیان د افغانانو په روح او روان باندې  ډیر دقیق او موثر تاثیر لری نو را شۍ هغه وسله چې دافغانستان دشمنانو د افغانستان د خلکو د وژلو او د هیواد دتخریب له پاره د خپله افغانانو په وجود کې زموږ په بیګناه او خوارو وګړو استعمالوله هغه بیرته په دوی استعمال کړۍ او هغه وسله دوی کاروله .
counter propaganda - or counter using  religious  weapons     لکه
یعنی دا وارې د تیرو تجربو پر بنیاد زموږ( ملان - روحانیون- طالبان - سیاسیون - مدنی ټولنې - قومی مشران) دیوه سره یوه تاریخی ، ملي غونډه په کابل کې جوړه کړۍ او دیوه سره د ټولو نه امضا واخلۍ چې که چا بیا د( طالب - حقانی - حکمتیار - پاکستان - ایران - عربستان سعودی - امریکا) او نورو خارجی هیوادو دساتیر عملی کړل او تبلیغول ېې هغه کسان باید تیر باران شي او داسې میکانیزم د مطبوعاتو - تلویزیونو - رادیو ګانو او مجالسو او غونډو له لاری په ولایتو او ولسوالیو کې شروع کړۍ چې په ظرف د یوه کال کې ددشمن خوله په خاورو وموښۍ او تر څو دغه فرهنګي انقلاب عملی نه کړي د تاسې نه پاکستان پوستکۍ اوباسي  ګویا هم  دین او مذهب د ملانو - سیاسیونو او مطبوعاتو له طریقه په دشمنانواو د جنګ په ضد عملی کړۍ دکلیو ملان - طالبان - ملکان - سپین ژیري - منورین دیوه سره ددغو انقلاب نه چې زموږ وطن ته صلحه ، ترقی ، وروري ور په نصیب کوي فورې اقدام وکړۍ او په عمل کې تطبیق کړۍ، دا یو اساسي او علمي فورمول دي .


April 27th, 2013


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات